ایران ته د ناقانوني کډوالۍ پر لاره د افغان کډوالو له غمونو او درده ډکې کیسې اوس هم پر خپل ځای دي.

هره ورځ سلګونه ماشومان، تنکي ځوانان، ځوانان او ان د ډېر عمر لرونکي کسان له ایران نه له بېرته را ګرځولو وروسته، هر یو له غم او درده ډکې کیسې لري.

د هېواد په لوېدیځ غور ولایت کې ۲۰ کلن ګل‌محمد دوه ورځې وړاندې د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري له نیول کېدو وروسته د هرات‌ـ‌اسلام‌کلا پولې ته را اړول شوی دی.

دغه تنکي ځوان د سلګونو نورو کډوالو په څېر د ناقانونه کډوالۍ پر لارې له دردوونکو پېښو سره مخ شوی دی.

ګل‌محمد دوه میاشتې وړاندې په خپل ولایت کې د وزګارتیا او تنګ‌لاسۍ له کبله په ډېرو هیلو یو شمېر نورو افغان ځوانانو سره لومړی د نیمروز له لارې پاکستان او ورپسې د ایران خاورې ته دننه شوی دی.

ګل‌محمد ۷ شپې او ورځې پر یادې لارې تېرې کړې او دوه شپې او ورځې یې په لوڅو پښو د کډوالۍ پر ستونزمنو لارو تګ کړی دی.

نوموړی وايي، ایران ته پر لارو له ډېرو ستونزو سره مخ شوی، څپلۍ یې شکولي، خو بالاخره بېرته خپل هېواد ته را اړول شوی دی.

هغه څه چې پر ګل‌محمد تېر شوي، دلته نه ختمېږي. هغه تهران ته تر رسېدو وروسته په یوې کرونده کې کار پیدا کوي، خو له دوو میاشتو وروسته د ایران د پوله‌ساتو سرتېرو له لوري نیول کېږي.

هغه د ایراني سرتېرو لاس ته تر لوېدو وروسته له غم او درده ډک حالت هم تجربه کړی چې له سپکاوي او تحقیر نیولې، تر وهلو ټکولو او نورو درنو کارونو، دا ټول هغه څه دي چې هغه او څو نورو ملګرو یې زغملي دي.

دغه ځوان وايي چې ایراني پوله‌ساتو ځواکونو په زوره پرې په لاسونو اغزي شکول او ایران ته د ورتګ په اړه به یې په نورو ډېرو بهانو وهل ټکول ورکول.

دا یوازې ګل‌محمد نه دی چې ایران ته په ناقانونه کډوالۍ کې یې ګڼې ستونزې ګاللي، بلکې د هغه په څېر د ورځې سلګونه نور کډوال هم له ورته برخلیک سره مخ کېږي.

۲۳ کلن احمد د غور یو بل تنکی ځوان دی چې د ګل‌محمد له تجربې سره مخ شوی دی.

هغه وايي، د ایران پوله‌ساتو سرتېرو له لوري تر نیول کېدو وروسته یې نیم ساعت د موټر په شاه پسې ځغلولي دي.

دغه ځوان وايي، په دښتو او غرونو کې یې داسې شپې او ورځې تېرې کړي چې نه به یې د خوراک لپاره خواړه او نه به یې د څښاک لپاره اوبه لرلې. د احمد په وینا، ایراني ځواکونو به چې کله ونیول، په پوستو کې به یې ټولې چټلۍ په لاسونو پرې پاکول.

په ایران کې د افغان کډوالو دردناکه کیسې نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو په ناوړه چلند نه خلاصه کېږي، بلکې انساني قاچاقیان هم په خپل وار کډوال او پناه‌غوښتونکي ځوروي.

په هرات کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس جاوید نادم سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه ورته هېڅ داسې شکایت نه دی رسېدلی چې د ایران د پوله‌ساتو سرتېرو له لوري دې له کډوالو سره ناوړه چلند شوی وي او که شکایت وي، د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو له لوري به یې وڅېړي.

هغه زیاتوي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ایران دولت له لوري په اجباري ډول د افغان کډوالو د را اېستلو بهیر پیل شوی او د ورځې له ۲ سوو تر ۶ سوو پورې افغان کډوال د اسلام‌کلا پر لارې را اړول کېږي.

د هغه په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال په اجباري ډول د اسلام‌کلا ـ هرات پولې ته را ګرځول شوي دي.

د ماشومانو د قاچاق ناوړه پایلو ته په کتو، د افغانستان قانون جوړوونکو د جزا کوډ د ۵۱۱ مادې په دویمه فقره کې د ماشوم د قاچاق جرم مرتکبینو په اړه ویلي: «کله چې مجني‌علیه ماشوم یا ښځه وي، یا په عمل کې ورڅخه ناوړه ګټه اخیستل شوې وي، مرتکب له لسو د زیاتو کلونو په اوږدمهاله بند محکومېږي.»

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، که دغه ډول شکایتونه وي، دوی به له ایراني چارواکو سره پرې خبرې وکړي.

په هرات کې د ایران سیاسي استازولۍ هم د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند ردوي او وايي، هر څوک چې قانوني اسناد و نه لري، په ایران کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي او باید بېرته خپل هېواد ته را وګرځول شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام