Asset 1SWN

تخار کې د مېنو پر سر لانجه او د ا.ا د پلاوي پرېکړه؛ یو لوری: ناخوښ یوو

mahajer-qeshlaq--px10s1tp7to0d57mq0e7lxswscbebwothgfjxnpojs

په داسې حال کې چې هوا په سړېدو ده او ژمی هم را روان دی، د تخار په خواجه‌ بهاالدین ولسوالي کې سلګونه کورنۍ په ناسم وضعیت کې تر خیمو لاندې اوسېږي.

اسلامي امارت یادې ولسوالي ته د یوه پلاوي په لېږلو تازه پرېکړه کړې چې د دغو کورنیو مېنې هغو کسانو ته ورکړي چې څه موده مخکې ورته راغلي وو او ویل یې چې د دې سیمې مېنې او جایدادونه یې خپل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت پلاوی چې د تخار په خواجه‌ بهاالدین ولسوالي کې د مېنو پر سر د راپورته شوې لانجې او شخړې د هواري لپاره یادې ولسوالي ته تللی و، نن یې د حکومت د رسنیو مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یادې مېنې یې کوچیانو ته پريښې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمدقاسم خالد وايي، په یاده سیمه کې یې د مېنو او ځمکو پر سر را پورته شوې لانجه څېړلې او په وینا یې، د استوګنیزو کورونو لانجه حل، خو د کرنیزو ځمکو په اړه د پرېکړې لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه شوې او نږدې راتلونکې کې به خپله پرېکړه له خلکو سره شریکه کړي.

هغه وايي: «دې قضیې دوه برخې لرلې؛ یوه د کرنیزو ځمکو موضوع وه او بله هم د استوګنیزو کورونو. پښتنو د کرنیزو ځمکو برخه کې د ظاهرشاه د وخت فرمان درلود او د بانک تعرفې یې هم لرلې.»

که څه هم دغه پلاوی په یاده سیمه کې د راپورته شوې لانجې د حل او د دواړو لوریو د خوښۍ په اړه ډاډ ورکوي، خو د دې سیمې اوسېدونکو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د دې پرېکړې په اړه ناخوښي څرګنده کړې ده.

د خواجه بهاالدین ولسوالي یوه اوسېدونکي د امنیتي ستونزو له کبله د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی د حکومت له پرېکړې څخه ناخوښ دي.

بله‌خوا په خواجه بهاالدین ولسوالي کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې کوچیان د کرنیزو ځمکو سندونه لري، خو هغه سندونه دي چې د کورونو مالکیت یې ثابت کړي، نه لري. د سرچینو په وینا، د دې سیمې اوسېدونکي د کورونو د مالکیت سندونه چې دېرش کاله مخکې د هماغه مهال حکومت له لوري ورکړل شوي، لري.

د خواجه‌ بهاالدین ولسوالي اوسېدونکې بي‌بي‌ لیلی چې د پنځه ماشومان لري او د کور سرپرستي هم ور پر غاړه ده، وايي چې یو زوی یې له کوچیانو سره په شخړه کې ټپڅي شوی او لا هم نه‌‌دی روغ شوی.

هغه چې اوس په خیمه کې اوسېږي وايي، د ژمي په را رسېدو سره په خیمه کې اوسېدلو ته اندېښمنه ده او وايي: ورته ومو ویل چې دوه کوټې راته جوړې کړئ چې په‌کې کېنو. څه وکړو ورور جانه چې نه یې لرو، اړ یوو. موږ هېڅ نه لرو. د بچیانو ګېډې مړې کړو که بیا کور جوړ کړو.»

د تخار بهاالدین ولسوالي ته د حکومت له لوري تللي پلاوي پرېکړه کړې چې له ۳۰۰ ډېر استوګنیز کورونه دې د کوچیانو ۶۵ کورنیو ته وسپارل شي او څښتنانو ته دې یې په بله سیمه کې ځمکې ورکړل شي. ځینو نورو سرچینو بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې خلکو د ځمکو په نښه‌ کولو پر مهال انجینران له سیمې شړلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځینې شنونکي بیا کوچیانو ته د یادو کورونو ورکول ناسم بولي. د حقوقي چارو شنونکي منیر  دانش او عبدالشکور دانش وايي:

«هغه کسان چې یو ځل راغلي او ګټه یې ترې نه‌ده اخیستې، نور یې وړ نه دي او هغوی چې دویم ځل ورکړل شوې، جوړه او کارولې یې ده، وړ یې دي. ځمکه د کارېدو لپاره ده.»

«له قانوني معذرت پرته د وخت د تېرېدو قاعده پلې کېږي او دعوه د اورېدو نه ده، خو  که معاذر ورکړل شوی وي، په دې مانا چې د امنیتي ګواښونو له کبله نه‌دي توانېدلي چې ورشي. کس ورک شوی وي او د ورتګ امکانات یې نه‌ وو، هغه مهال د اورېدو وړ ده.»

د یادونې وړ ده یوشمېر کوچیان نږدې څلور میاشتې مخکې د تخار بهاالدین ولسوالي ته ورغلل او هلته یې د مېنو پر سر د سیمې له اوسېدونکو سره شخړه راغله او مقابل لوری یې اړ شو چې کورونه پرېږدي چې نږدې ۲۰۰ کورنیو یې د خواجه بهاالدین ولسوالي په لاله‌ګذر دښته کې خیمې ووهلې او همالته اوسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام