Asset 1SWN

زابل کې د ورا موټر د ټکر له امله ۳۰ کسان ټپیان شوي

debf861c-fff6-4b37-b6bf-8a323ce7bc80

د زابل محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د واده د ورا د یوه موټر د ټکر له امله ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

پېښه نن دوشنبه د لړم نهمه غرمه مهال د یاد ولایت مرکز د کاکړانو چینې سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د زابل د عامې روغتیا ریاست ریس ډاکټرعبدالحکیم حکیمی سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه د یوې مازډا ډوله موټر چې ۳۰ کسان په‌کې سپاره وو او د ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د زابل د عامې روغتیا د رییس په وینا، د پېښې ټول ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي. چارواکي بیا تر ډېره د یادو پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د لارو خرابوالی په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام