د ډینګي ناروغي یوه تبه لرونکې ویروسي ناروغي ده چې د غوماشي په وسیله له یوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي، اوس د ډيورنډ کرښې سره د ننګرهار په درې پرتو ولسوالیو دور بابا، لعل‌پورې او مومندره کې یې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا مسوولان هم مني چې یاده ناروغي په یادو ولسوالیو کې خپره شوې او  تر اوسه یې ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو ځایي خلک پر دې ناروغي د اخته کسانو شمېر لسګونه یادوي. د دور بابا ولسوالي ګوړکو هغه سیمه ده چې د ډینګي ناروغي د نښو نښانو لرونکي ناروغان په‌کې ډېر دي.

ډېری ناروغان شخصي کلینیکونو ته ورځي او د ځایي ډاکټرانو په خبره، په ناروغانو کې شته نښې نښانې او د هغوی کتنې ښيي چې پر ډینګي ناروغي اخته دي، خو په وینا یې، تر اوسه د دې ناروغي د مخنیوي لپاره لازم امکانات نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګوړوکو سیمې یو ډاکټر ضاالرحمان  چې پر دې ناروغي تر لسو ډېر ناروغان د درملنې لپاره ورغلي، وايي چې د ناروغانو د معرقې او ملاریا ټېسټونه کوي او که دا ناروغۍ په‌کې ثابتې نه شي، نښو نښانو ته په کتو یې درملنه کوي. د هغه په خبره، د ډینګي ناروغي د معلومولو لپاره وسایل او د درملنې لپاره یې هم له پراسټامول او پنډال ګولیو پرته نور درمل نه لري.

هغه کسان چې پر دې ناروغي اخته دي او اوس یې درملنه کېږي وایي، لومړنۍ څپه يې سخته تبه او ځان دردي لري. دغه ناروغان وايي، له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې دا ناروغي زیاته شوې او د کورنۍ ګڼ نور غړي یې په پرله‌پسې توګه پرې اخته شوي دي.

د دوربابا ولسوالي اوسېدونکی حضرت دین وايي، که څه هم له درې ورځو راهیسې پر دې ناروغي اخته دی، خو د کورنۍ غړي یې یوه میاشت کېږي د ډینګي ناروغي له دردونو او تبې کړېږي. د نوموړي په وینا، له یوې خوا بې‌وسه دي او بله‌خوا پرې دا ناروغي ګډه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي عطاالرحمان فاتح وایي، پر ډینګي ناروغي د اخته کسانو هغه شمېرې چې خپرې شوي، سمې نه دي او په وینا یې، تر اوسه د ۴۴ ناروغانو له ډلې په ۲۶ هغو کې د ډینګي ناروغي نښې نښانې لیدل شوي او دوه کسان هم تر معاینې لاندې دي. نوموړی زیاتوي، د دې ناروغي د مخنیوي لپاره یې ځینې ډلې ګومارلي او هڅه کوي چې د لا خپرېدو مخه یې ونیسي.

خو د ننګرهار اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې د ډینګي ویروس د پېژندنې او د ممکنه درملنې په موخه یې باید د عامې روغتیا وزارت جدي هڅې وکړي، څو نور خلک پرې له اخته کېدو وژغورل شي.

ډینګي ناروغي تر دې وړاندې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې وه، سلګونه کسان پرې اخته شوي او ویل کېږي چې دا ناروغي د کوزې پښتونخوا له لوړاګي سیمې تورخم او له هغه ځایه د ننګرهار سرحدي ولسوالیو ته رسېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام