Asset 1SWN

سلام وطندار

د زابل «شهرصفا» د دغه ولایت تر ټولو پاکه ولسوالي ونومول شوه

IMG-20231221-WA0134

د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د «CLTS» پروګرام  پر مټ د دې ولایت د شهرصفا ولسوالي د «حفظ‌الصحې» له اړخه د یاد ولایت تر ټولو پاکه ولسوالي نومول شوې.

دCLTS  پروګرام مسوول محمدفهیم اسود‌زاده په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې وویل چې دغه ولسوالي د حفظ‌‌‌‌الصحې او چاپېریال له پلوه دغه ولسوالي تر ټولو پاکه ولسوالي ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هڅه به وکړي، څو دغه پروګرام د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

د زابل د اقتصاد رییس حاجي امیر او د پوهنې ریاست مرستیال محمدنسیم نصیر دې مراسمو ته په خپلو خبرو کې  د چاپېریال د پاکوالي پر ارزښت او حفظ‌الصحې پر مراعتولو ټينګار وکړ.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

دوی د «CLTS» پروګرام له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د خپلو دوامداره هڅو پر مټ د شهرصفا ولسوالي اوسېدونکو ته د فردي او چاپېریالي حفظ‌الصحې مراعتولو په اړه عامه پوهاوي ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام