د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اګېسټ میاشتې له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس کتل او د دغه ویروس د واکسین ورکول کم شوي دي. دغه سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، په افغانستان کې د کورونا ۱،۶ میلیونه ډوزه واکسین زېرمه شوی او که ژرترژره ونه کارول شي، نېټه به یې تېره شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له نورو همکارانو سره یوځای د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې د کورونا د کتلو او د دغه ویروس د واکسین ورکولو د کچې پر زیاتوالي کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمانه زیاته کړې چې د کورونا ویروس د کتلو ۵۰ زره کڅوړې د هوا له لارې افغانستان ته لېږدول شوي، څو د کورونا د ځانګړو مرکزونو اړتیاوې پوره شي. د روغتیا سازمان په خبره، ۱۵۰ زره نورې کڅوړې به هم ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي.

د روغتیا سازمان ویلي چې په نیمروز او کونړ کې یې د کورونا نمونو د کتلو ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او په پروان، لغمان او کاپیسا کې یې هم پر جوړوېدو کار روان دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د کورونا ویروس د شکمنو نمونو د کتلو او د دغه ویروس د واکسین ورکولو بهیر ګډوډ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوالو سازمانونو هم د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګډوډېدو خبرداری ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام