خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نیالګیو کېنولو مېله پیل شوه چې درې ورځې به دوام وکړي او شاوخوا څلور زره مثمر او غیرمثمرنیالګي به کېنول شي.
د خوست محلي مسولان وايي چې د کېنول شویو نیالګیو د ساتنې او پالنې او اوبو کولو لپاره یې ځانګړی پروګرام هم په پام کې نیولی دی.
د خوست ښاروال بسمالله بلال وايي، د ښاروالي له لوري د خوست مرکز کې د ځوانانو تپې پر سر یاده مېله جوړه شوې او پر همدې غونډۍ به ۴ زره نیالګي کېنول شي.
د نوموړې په وینا: «نن ډېره د خوښۍ ورځ ده چې موږ د زرغون خوست اتم پړاو میله نمانځو. سږ کال بیا هم موږ تقریباً هغه نیالګي چې، موږ خپله راوړي دي ۴ زرو ته رسېږي چې هغه به کېنوو او په راتلونکي کې به یې اوبه کول او ساتنې، پالنې بندوبست کوو.»
په ورته مهال د خوست یوه اوسېدونکي اخترګل وفا سلاموطندار ته وویل چې هر کال په زرغون خوست میله کې زرګونه نیالګي کېنول کېږي، خو د وخت په تېریدو سره یوازې د ګوتو په شمېر نیالګي شنه او نور د نهپاملرنې له کبله وچېږي.
هغه وویل: «په زرګونو نیالګي هر کال کېنول کېږي، خو په راتلونکي کې یې بیا نتیجه منفي وي. روزنه او پالنه یې نه وي اوبه نه ورکول کېږي. نوي ځانانو باندې زه غږ کوم او هم په شاروالۍ غږ کوم چې دې ته اوبه ورکړي او ساتنه پالنه یې وه شي.»
زرغون خوست مېلې ته راغلي خلک وايي، نیالګي د اقلیم په ښهوالي کې مهم رول لري او زیاتوي چې هر وګړی دې د هېواد د زرغوتیا لپاره نیالګي کېنوي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې هر کال په زرغون خوست میله کې د ښاروالۍ او د خوست اوسېدونکو لهخوا په زرګونو نیالګي کېنول کېږي، خو د اړوند ادارو د نهپاملرنې او د خلکو د بې غورۍ له کبله یې ډېری د وخت په تېریدو وچېږي.