تخار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د تخار تالقانو ښاروالي په تالقان ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ چې له مخې به یې، دې کمپاین کې ۶۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د تالقان ښاروال نقیب‌الله محمدالله په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د نیالګیو کېنول، د هوا ککړتیا مخه نیسي او په وینا یې، د طبیعت د ښکلا، زرغونتیا او د چاپېریال ساتنې لامل کېږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن پنج‌شنبه د کب ۱۲مه پلازمېنه کابل ښار کې د نیالګیو کېنولو دویم کمپاین پیل کړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو د یاد کمپاین د پرانېستې مراسمو ته وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نورو هېوادونو په پرتله تر ډېره اغېزمن شوی او له نړۍ یې د مرستې غوښتنه وکړه.