Asset 1SWN

تخار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

نیالګي

تخار کې تالقانو ښاروالي د دغه ولایت مرکز تالقان ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ چې له مخې به یې، دې کمپاین کې ۶۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د تالقان ښاروال نقیب‌الله محمدالله په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د نیالګیو کېنول، د هوا ککړتیا مخه نیسي او په وینا یې، د طبیعت د ښکلا، زرغونتیا او د چاپېریال ساتنې لامل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا دیني عالمانو او د دغه ولایت اوسېدونکو یادو مراسمو کې ویلي چې د یادو نیالګیو سربېره دې، تالقان ښار کې ډېر نیالګي کېنول شي. دوی زیاته کړه چې د شهروان کانال پراخېدو له کبله ډېری ونې پرې شوي او اړتیا ده چې پر ځای یې نورې کېنول شي.

د کب شلمه هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ نومول شوې چې هر کال پر دې ورځې د نیالګیو کېنولو په موخه کمپاینونه پیلېږي چې په ترڅ کې میلیونونه نیالګي کېنول کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو ډېری دغه نیالګي د اړوند ادارو د نه‌پاملرنې او د ښاریانو له‌خوا د بې‌غورۍ له امله وچې او له‌منځه ځي چې ډېر لږ شمېر یې زرغونېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام