Asset 1SWN

لوګر کې د «وچکالي له‌منځه وړو» په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو

-۰------------------

د لوګر مرکز پل‌علم ښار کې د ۱۴۰۳کال د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو چې له مخې به یې، سل زره مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شي.

پل‌علم کې د نیالګيو کېنولو کمپاین ته د دغه ولایت والي ضیاالرحمن مدني وویل، ټولو هېوادوالو ته په‌کار ده چې د نوي کال پرمهال په خپلو سیمو کې مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مدني زیاته کړه، د نیالګيو کېنولو په اړه ولس ښه پوهاوی لري او باید په دغه کمپاین کې د لوګر له کرنې او مالدارۍ ریاست سره همکاري وکړي.

بلخوا د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس سیدامین هاشمي وویل، د کرني او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو او پل‌علم ښاروالي په ګډه همکاري «وچکالۍ له‌منځه وړو» په نوم د ۱۴۰۳کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد کمپاین په ترڅ کې به د مرکز پل‌علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰زر مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شي.

د ده په وینا:«نن مو د نیالګیو پسرلنۍ کمپاین رسما پيل کړ او په دغه کمپاین کې به زرګونه میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنول شي، خو ولس ته پکار ده چې په خپلو سیمو کې میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنوي او پالنه یې ترسره کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې هر کال د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري زرګونه میوه لرونکي او غیرې میوه لرونګي نیالګي کېنول کیږي، خو ولسي وګړي ټینګار کوي چې اړونده ادارې دې د نېالګیو پالنې ته هم پام زیات کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام