Asset 1SWN

کابل ښاروالي د دوه میلیونه نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل کړ

عکس اول

کابل ښاروالي د نوي کال په رانږدې کېدو او د پلازمېنې زرغونتیا په موخه د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ.

د نیالګیو کېنولو دغه کمپاین «شنبه، کب ۱۹مه» د کابل وزیر محمداکبر خان تپه کې د ښاروالي او سرپرست حکومت د یو‌شمېر چارواکو له لوري پیل شو چې دې کمپاین کې به شاوخوا دوه میلیونه نیالګي کېنول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د ښار زرغورنتیا او نیالګیو کېنولو ته پام لري او په وینا یې، د نیالګیو اوبو کولو او ساتنې لپاره یې هم پروګرام تر لاس لاندې نیولی دی.

د کابل ښاروالي د سرسبزۍ رییس عبدالوکیل متوکل: «سږکال کابل ښاروالي دوه میلیونه نیالګي کېنوي چې ۶۰۰زره یې اماده دي او کابل ښار کې به یې د کېنولو په موخه ووېشي.»

د کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال وايي: «دا نیالګي به په هېڅ وحه نه‌وچېږي، موږ کابل کې یو زرغون کمربند لرو چې هوډ دی، څه باندې دوه میلیونه نیالګي کېنوو، د اوبو مدیریت لپاره یې کابل ښاروالي ښه پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.»

د کابل ښاروالي په وینا، تېر کال یې پلازمېنه کې نږدې یو میلیون نیالګي کېنولي وو چې په سمه توګه یې ترې ساتنه کړې ده.

د یاد کمپاین د پیل مراسمو ګډونوال د اقلیمي بدلون منفي اغېزو ته په اشارې سره وايي چې د نیالګیو کېنول، د کابل ښاروالي له اساسي اړتیاوو څخه دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیرالرحمن وویل: «تاسو ته معلومه ده چې نن نړۍ، له ډېرو ستونزو سره مخ ده، د اقلیمي بدلون اغېزو سره لاس او ګرېوان ده او ورځ تر بلې ځمکه ګرمېږي، د دې وضعیت د حل یوازینۍ لاره د نیالګیو کېنول دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هر کال د پسرلي په درشل کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې میلیونونه ونې کرل کېږي، خو د ښاریانو او اړوند ادارې د نه‌پاملرنې له امله ډېری دغه کېنول شوي نیالګي، وچېږي او له‌منځه ځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام