د کار او ټولنیزو چارو وزارت روژه کې د دولتي ادارو کاري مهالوېش اعلان کړ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د کب ۲۰مه د روان کال روژې میاشت کې د دولتي ادارو د کار مهالوېش اعلان کړ.

دغه وزارت په یوه خپور کړي مکتوب کې ویلي چې د روژې میاشتې پر مهال به په دولتي ادارو کې کار پر ۹ بجو پیل او له کومې دمې پرته به د ماسپښین تر دوو بجو دوام کوي.

غزه کې د خوارځواکۍ له امله ۲۵ کسان مړه شوي

چارواکي وايي چې د غزې په شمال کې د خوارځواکۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی. دې سیمه کې تازه یوه ځوانه مېرمن او ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

غزه کې د اسراییلو له لوري د جګړې او د یاد ښار د کلابندۍ له امله د بشري مرستو لېږد له خنډ او ځنډ سره مخ شوی او مرستې د هوا له لارې د فراشوټونو پرمټ غزې ته لېږدول کېږي.

د روږدو ۵۲مرکزونو کې ۲۰زره روږدي پر حرفوي زده‌کړو بوخت دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت  ۵۰۹ روږدو ته چې دامهال تر درملنې لاندې دي او د حرفې په برخه کې یې زده‌کړې کړي، د فراغت سندونه ووېشل.

د دغه وزارت مسوولانو نن یکشنبه د کب ۲مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل، د افغانستان په کچه د دغه وزارت ۵۲ حرفوي او فني مرکزونو کې، نږدې ۲۰زره روږدي د حرفوي زده‌کړو په ترلاسه کولو بوخت دي.

مایکروسافټ: روسي هکران زموږ سېسټم ته د ننوتلو هڅه کوي

مایکروسافټ کمپنۍ وايي، یو‌شمېر هکران چې د روسې بهرنۍ اطلاعاتي ادارې پورې تړلي، هڅه کوي چې د دوی سېسټم ته ننوځي.

مایکروسافت شرکت نړۍ کې د سافټوېرونو د جوړولو تر ټولو ستر شرکت دی چې د امریکا حکومت ته ډیجیټل او د زېربناوو خدمتونه وړاندې کوي.

کابل ښاروالي د دوه میلیونه نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل کړ

کابل ښاروالي د نوي کال په رانږدې کېدو او د پلازمېنې زرغونتیا په موخه د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ.

د نیالګیو کېنولو دغه کمپاین «شنبه، کب ۱۹مه» د کابل وزیر محمداکبر خان تپه کې د ښاروالي او سرپرست حکومت د یو‌شمېر چارواکو له لوري پیل شو چې دې کمپاین کې به شاوخوا دوه میلیونه نیالګي کېنول شي.

خوست کې په لومړي ځل د ۵هېوادونو په ګډون د ازادې مبارزې سیالي وشوې

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د پنځو هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د «ازادې مبارزې سيالي» وشوې.

مسوولان وايي چې يادې لوبې د «او‌ايف‌سي» سازمان په چوکاټ کې شوي چې سياليو کې د اتو بهرنیو لوبغاړو سربېره، د هېواد له اوو ولايتونو څخه ۱۸ لوبغاړو هم په‌کې ګډون درلود.