Asset 1SWN

د روږدو ۵۲مرکزونو کې ۲۰زره روږدي پر حرفوي زده‌کړو بوخت دي

-۰--

د کار او ټولنیزو چارو وزارت  ۵۰۹ روږدو ته چې دامهال تر درملنې لاندې دي او د حرفې په برخه کې یې زده‌کړې کړي، د فراغت سندونه ووېشل.

د دغه وزارت مسوولانو نن یکشنبه د کب ۲مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل، د افغانستان په کچه د دغه وزارت ۵۲ حرفوي او فني مرکزونو کې، نږدې ۲۰زره روږدي د حرفوي زده‌کړو په ترلاسه کولو بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد په دې اړه وویل: «موږ الحمدالله د افغانستان په کچه ۵۲ مرکزونه لرو چې اوس مهال دې مرکزونو کې ۲۰زره زده‌کوونکي د فني مهارتونو پر زده‌کړو بوخت دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان افغانستان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شتون د سرپرست حکومت پر وړاندې یوه جدي ستونزه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د روږدو د درملنې او هغوی ته د زده‌کړو زمینو رامنځ ته کولو په برخه کې اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین محمد حق‌بین وویل: «خیریه بنسټونه او نړیوالې موسسې باید دې مرکزونو ته پام وکړي چې د حرفوي زده‌کړو برخه کې کار کوي. افغانستان :ې ۱۱۰ مرکزونه شتون لري چې ۵۰ یې د امارت تر ملاتړ لاندې دي او پاتې یې موسسې تمویلوي.»

دې سره، له حرفوي زده‌کړو یوشمېر فارغه شوي د حرفه‌يي زده‌کړو ترلاسه کولو پروسې او د درملنې مرکزونو بد وضعیت څخه شکایت کوي.

عبدالحکیم چې شل کاله یې مخدره توکي کارول او اته میاشتې وړاندې د «امید» درملنې مرکز ته بیول شوی وو، اوس یې د بیکونو جوړول زده‌کړي.

هغه د حرفه‌يي او فني زده‌کړو د دغه مرکز شرایطو په اړه داسې وايي: «که مواد بهر پیدا شي، که موږ دلته دوه کاله هم وساتي، ګټه نه‌کوي، ځکه موږ چې مواد بهر ووینو، اړ کېږو استفاده یې کړو. که له بازار یې راټول کړو، اړ کېږو چې نور یې استفاده نه‌کړو. په سمه توګه ملاتړ نه‌کېږي، پاک کالي نشته او ستونزې ډېرې دي.»

د دې ټولو ترڅنګ، د روږدو کسانو کورنۍ له سرپرست حکومته غواړي چې د روږدو شمېر د زیاتېدو مخنیوي لپاره بازارونو کې د مخدره توکو د پلور مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی غلام چې اته کاله کیږي زوی یې مخدره توکي کاروي وايي، تراوسه یې څو ځلې د خپل زوی درملنه کړې، خو بازار کې د مخدره توکو شتون او ورته اسانه لاسرسی لامل شوی، ترڅو زوی یې بیا ځلې د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړي.

نوموړي وویل: «داسې خصوصي کمپ نشته چې زوی به مې نه‌وي وروستلی. هر کمپ کې یوه یا دوه میاشتې پاتې کېږي او درملنه یې کېږي چې راووځي، بهر کې نشه‌يي توکي او روږدي ویني، بېرته پرې اخته کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، دامهال افغانستان کې شاوخوا ۴ میلیونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام