Asset 1SWN

خوست کې په لومړي ځل د ۵هېوادونو په ګډون د ازادې مبارزې سیالي وشوې

-=-۰-

په خوست کې د لومړي ځل لپاره د پنځو هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د «ازادې مبارزې سيالي» وشوې.

مسوولان وايي چې يادې لوبې د «او‌ايف‌سي» سازمان په چوکاټ کې شوي چې سياليو کې د اتو بهرنیو لوبغاړو سربېره، د هېواد له اوو ولايتونو څخه ۱۸ لوبغاړو هم په‌کې ګډون درلود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست د رزمي ورزشونو امر جميل الماس وايي، په دې سياليو کې له پاکستان، ايران، ازربايجان او عراق هېوادونو اتو لوبغاړو ګډون کړی و.

نوموړي وويل چې له يادو لوبو یې یوازینۍ موخه نړيوالو ته افغانستان کې د امنيت ټینګښت ښودل و او په وینا یې، له يادو هېوادونو ځینې نندارچيان هم خوست ته ورغلي وو.

هغه زياته کړه چې په دې دوه ورځنيو سياليو کې ۱۶ لوبې وشوې چې ټولې افغان لوبغاړو ګټلي او يوازې يوه لوبه پاکستاني لوبغاړي په خپل نوم کړه.

د رزمي لوبو افغان لوبغاړو د دې لوبو له جوړېدو هرکلی کوي او غوښتنه لري چې دا ډول سيالي دې، د نورو هېوادونو لوبغاړو سره، په کور دننه برابرې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې سياليو کې له پکتيا، خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، غور او غزني ولايتونو څخه ۱۸ لوبغاړو ګډون کړی وو چې وړمه شپه پيل او نن «شنبه، کب ۲۰مه» پای ته ورسېدې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام