د خوست کرېکټ امریت مسوولان وايي چې له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو په ویاړ یې دغه ولایت کې د کرېکټ سیالۍ پیل کړې.

یادې سیالۍ نن سه‌شنبه د لړم ۳۰مه د خوست مرکزي لوبغالي کې د دولس لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې لس ورځې به دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوست کرېکټ امریت ویاند علي اکبر سمون سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې لوبو کې د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو په ترڅنګ د نولس کلنو او الف لوبډلو لوبغاړي هم سیالي وکړي.

د کرېکټ امریت مسوولانو په وینا، د یادو سیالیو څخه یې موخه له راستنېدونکو افغانانو ملاتړ او د کرېکټ لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

په يادو سياليو کې ځينې لوبېدونکي لوبغاړي خوښ دي چې دا ډول لوبې ورته برابرې شوي او په‌کې د کرېکټ اړوند تجربې ترلاسه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم خوست کې د لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ شوي، خو دا لومړی ځل دی چې دغه ولایت کې له راستنو شویو افغانانو د ملاتړ په موخه د کرېکټ لوبې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام