د افغان کرېکټ بورډ له لوري، له ډېر ځنډ وروسته د ملي لوبډلو ترمنځ د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ دوه ورځې وړاندې په خوست کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې دي.
په دغو سیالیو کې درې لوبډلې برخه لري چې د ملي لوبډلې، نولس کلونو او د کورني کرېکټ ګڼشمېر پیاوړي لوبغاړي پهکې لوبېږي. دغه سیالۍ چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۰مې نيټې پورې به دوام وکړي د پامیر، هندوکش او میوند لوبډلې پهکې برخه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغان کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک سلاموطندار ته وویل چې د دې سیالیو موخه راتلونکو نړیوالو لوبو ته چمتووالی دی.
د زرغون افغانستان جام لومړۍ لوبه تېره ورځ ترسره شوه چې د دې سیالیو لېدو ته زرګونه نندارچیان ورغلي وو. د دې سیالیو یو نندارچي حفیظ الرحمن ځیرک وايي: «لوبه له نږدې ګورم، ډېر خوشاله یم، زه د حضرت الله ځاځي مینه وال یم.»
په همدې حال کې د کرېکټ د چارو شنونکي خوښ دي چې له اوږده ځنډ وروسته یوځل بیا په کور دننه دغه ډول سیالۍ پیلېږي، خو شنونکي بیا پر کرېکټ بورډ نیوکه کوي چې د شپږیزې او APL په نوم سوداګریزې سیالۍ ته پام نه کېږي.
- همت لوبډلې د لوګر د کرېکټ انټرکلب سیالیو اتلولي وګټله
- پکتيا کې د کرېکټ لوبغاړي د سرپټې اکاډمي غوښتنه کوي
- پکتیا کې د ۱۲ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو پای؛ «سادات» لوبډله بریالۍ شوه
د کرېکټ لوبې شنونکی قسیم هلال سلاموطندار ته وویل: «شپږیزې سیالۍ هم ځنډېدلي، د افغانستان تجارتي لیګ یا APL چې ځوانو لوبغاړو ته پکې چانس ورکول کېده ډېره موده کېږي نه دی ترسره شوی. په ټوله کې د ملي لوبغاړو او ځوانو کرکټرانو ترمنځ په کور دننه د سیالیو نه ترسره کېدل، د دې لامل کېږي چې مونږ په راتلونکې کې هېڅ ښه لوبغاړي ونلرو، ځکه له همدغو سیالیو مو نوي ځوانان کرکټ ته غوره کړل.»
دغهراز، لوبغاړي هم د یادو سیالیو په ترسره کېدو خوښ دي. صدیق اتل چې په یادو سیالیو کې ګډون لري او لوبېږي وایي: «دغه لوبې په رښتیا چې یو ښه اقدام دی، څو لا ډېرې تجربې ترلاسه کړو او ځانونه په یو لویو سټیجونو کې وګورو.»
په زرغون افغانستان جام سیالیو کې د شهزاد محمدي، حضرت ځاځي، رحمت شاه زرمتي او حشمت شهیدي په ګډون د ملي لوبډلې زیات شمېر لوبغاړي برخه لري.