د روزګان اطلاعات او فرهنګ ریاست د وړیا زده‌کړو مرکز څخه  ۲۰۰کسان فارغ شول

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د وړیا شپږ میاشتنیو زده‌کړو مرکز د کمپیوټر او انګلیسي څانګو څخه ۲۰۰ زده‌کوونکي فارغ شول.

د یادو زده‌کوونکو په فراغت‌غونډه کې د روزګان والې عنایت‌الله شجاع عصري زده‌کړې مهمي وبللې او خلک یې وهڅول، څو پر خپل ماشومانو عصري زده‌کړې وکړي.

تخار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د تخار تالقانو ښاروالي په تالقان ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ چې له مخې به یې، دې کمپاین کې ۶۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د تالقان ښاروال نقیب‌الله محمدالله په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د نیالګیو کېنول، د هوا ککړتیا مخه نیسي او په وینا یې، د طبیعت د ښکلا، زرغونتیا او د چاپېریال ساتنې لامل کېږي.

د قومونو او قبایلو وزارت سرپرست: تېرنظام کې بهرنیو کړیو غوښتل افغانستان تجزبه کړي

د افغانستان د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي، د تېر نظام پرمهال ځينې بهرنيو کړيو غوښتل چې افغانستان تجزيه کړي او د دې لپاره يې خپل سياسي تنظيمونه رامنځته کړي وو. د هغه په وینا، دامهال هېواد کې د ټولو قومونو حقوق خوندي دي.

خوست کې د دوو میاشتو پرمهال ۱۰۰میله وسلې نیول شوي

په خوست کې د تېرو دوو مياشتو پرمهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۰۰ میله سپکې او درنې وسلې نیول شوي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر امرالله هلال سلام‌وطندار ته وايي، دغه وسلې د تېرو دوو مياشتو پرمهال په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې نیول شوي دي.

پاکستان سوپر لیګ: پېښور له کراچۍ سره مخ دی

د پاکستان کرېکټ روان سوپر لیګ سیالیو په لړ کې  نن شپه د پېښور زلمي لوبډله له کراچي کنګز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه د مارچ ۱۱مه ۸:۳۰ بجې د پاکستان راولپڼدۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

محمدحسن اخند: مسوولان دې د توکو نرخونه کنټرول کړي

ارګ نن دوشنبه د کب ۲۱مه پر خپله اېکس‌پاڼه دغه پیغام خپور کړی او د نوموړي په حواله لیکل شوی چې ځینې فرصت‌طلبه خلک د روژې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي او نورو توکو بیې لوړوې چې په وینا یې، مسوولان یې باید مخه ونیسي.

د افغانستان په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې نن دوشنبه د کب ۲۱مه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه ده.

لوګر کې د «وچکالي له‌منځه وړو» په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو

د لوګر مرکز پل‌علم ښار کې د ۱۴۰۳کال د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو چې له مخې به یې، سل زره مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شي.

پل‌علم کې د نیالګيو کېنولو کمپاین ته د دغه ولایت والي ضیاالرحمن مدني وویل، ټولو هېوادوالو ته په‌کار ده چې د نوي کال پرمهال په خپلو سیمو کې مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنوي.