Asset 1SWN

پاکستان سوپر لیګ: پېښور له کراچۍ سره مخ دی

0-0-0-0

د پاکستان کرېکټ روان سوپر لیګ سیالیو په لړ کې  نن شپه د پېښور زلمي لوبډله له کراچي کنګز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه د مارچ ۱۱مه ۸:۳۰ بجې د پاکستان راولپڼدۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روان لیګ پلې‌اف پړاو ته له وړاندې څلور لوبډلو لاره موندلې چې ملتان سلطانز لوبډله د جدول په سر کې، اسلام‌اباد یونایټېډ دویمه، پېښور زلمي درېیم او کوېټه ګلاډیېټرز د څلورمې لوبډلې په توګه لاره پیدا کړې.

کراچي کنګز او د یاد لیګ د تېر پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز له دې سیالیو وتلي دي.

 که پېښور زلمي دغه لوبه ګټي، د څلور غوره لوبډلو کې به مخته ځي چې د نیمه‌پایلوبې پر مهال به ورته ګټه وګړي. د جدول سر لوبډله که پای‌لوبه بایللي، نو دویم چانس هم لري  چې  الېمېنېټور سیالي بلل کېږي.

په دغه لیګ کې ټول‌ټال شپږ لوبډلې «پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام‌اباد یونایټېډ او کراچي کېنګز ګډون لري چې د یوه بل پر وړاندې به لوبې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مې پیل شوی او د مارچ تر ۱۸مې به دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام