Asset 1SWN

د پاکستان سوپر لیګ؛ پېښور زلمي له کوېټه ګلاډیېټرز سره لوبه کوي

376309

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په لړ کې نن د پېښور زلمي لوبډله د کویټې ګلاډیېټرز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن جمعه ۶:۳۰ بجې د پاکستان راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پېښور زلمي لوبډلې روان لیګ کې تر دې مهاله اته لوبې کړي چې څلور یې ګټلي، درې یې بایللي او یوه سیالي یې د باران له کبله لغوه اعلان شوې ده. زلمي د سوپر لیګ د جدول په څلورم ځای کې شتون لري.

کوېټه ګلاډیېټرز بیا په کړیو اوو سیالیو کې څلور ګټلي، دوه یې بایللي او یوه یې د باران له امله لغوه شوې ده. ګلاډیېټرز د جدول درېیم ځای خپل کړی دی.

پېښور زلمي او کوېټه ګلاډیېټرز د پاکستان کرېکټ روان سوپر لیګ کې یوه لوبه کړې چې پېښور زلمي لوبډلې په‌کې ماته خوړلې ده.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نوین‌الحق هم له پېښور زلمي لوبډلې سره په دغه لیګ کې لوبېږي. ځینې نور افغان لوبغاړي هم دې لیګ کې اخیستل شوي وو چې د ټپونو او ملي سیالیو له امله دغه لیګ ته نه‌دی ورغلي.

له هغې ډلې راشدخان چې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېده، د ملا ټپ له کبله ونشوای کړای چې دې لیګ کې ولوبېږي. نوراحمد چې د پېښور زلمي له‌خوا اخیستل شوی و، ایرلنډ سره د روان سیالیو له کبله دغه لیګ پرېښود.

په دغه لیګ کې ټول‌ټال شپږ لوبډلې «پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام‌اباد یونایټېډ او کراچي کېنګز ګډون لري چې د یوه بل پر وړاندې به لوبې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مې پیل شوی او د مارچ تر ۱۸مې به دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام