Asset 1SWN

محمدحسن اخند: مسوولان دې د توکو نرخونه کنټرول کړي

AF_4

د سرپرست حکومت رییس‌الوزرا محمدحسن اخند د روژې میاشتې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې ټول مسوولان دې د توکو نرخونو کنټرول برخه کې جدي اقدامات وکړي.

ارګ نن دوشنبه د کب ۲۱مه پر خپله اېکس‌پاڼه دغه پیغام خپور کړی او د نوموړي په حواله لیکل شوی چې ځینې فرصت‌طلبه خلک د روژې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي او نورو توکو بیې لوړوې چې په وینا یې، مسوولان یې باید مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پیغام کې لیکل ویل شوي: «ډېر ځله داسې پېښېږي چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره یو‌شمېر فرصت‌طلبه خلکو له‌خوا په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې په ناڅاپي توګه لوړېږي…مسوولان دې د نرخونو لوړېدو مخنیوي په موخه جدي نظارت او اړین اقدامات وکړي.»

نوموړي په دې پیغام کې پر سوداګرو او پلورونکو هم غږ کړی چې تر خپل وسه دې د توکو بیې راټیتې کړي، څو هېواد‌وال وکولای شي، روژه کې توکي وپلوري.

د روژې په تړاو د رییس‌الوزرا په خپور شوي پیغام کې له هېوادوالو هم غوښتنه شوې چې  له بې‌وزله، اړمنو او بېرته راستنېدونکو سره دې مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې نن دوشنبه د کب ۲۱مه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام