Asset 1SWN

د قومونو او قبایلو وزارت سرپرست: تېرنظام کې بهرنیو کړیو غوښتل افغانستان تجزبه کړي

فارمت برای تصویر

د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي، د تېر نظام پرمهال ځينې بهرنيو کړيو غوښتل چې افغانستان تجزيه کړي او د دې لپاره يې خپل سياسي تنظيمونه رامنځته کړي وو.

نوموړي دغه څرګندونې د پکتيا مرکز ګردېز کې د سوېل ختيځ زون له قومي مخورو، ديني عالمانو سره  د اسلامي نظام او ملي يووالي تر عنوان لاندې غونډې ته کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، دامهال هېواد کې د ټولو قومونو حقوق خوندي دي. «تاسو پوهيږۍ چې پرون ورځ په هېواد کې اهل‌تشيع او اهل‌تسنن کوم ځای ته سره رسېدلي وو. د کوچيانو او هزارګانو ستونزه کوم ځای ته رسېدلې وه. پښتون او تاجک کوم ځای ته رسيدلي و، خو د ا.ا له واک ته رسېدو سره، په درېوو ولايتونو غزني، ميدان‌وردګ او باميان کې د کوچيانو او هزارګانو ګډ کمېسیون جوړ شوی، دې ته وحدت وايي ، دې ته قيادت وايي. دلته اسلامي نظام دی، دلته د هر چا حقوق خوندي دي.»

ياده غونډه کې د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبدالطیف منصور بيا د حکومت له‌خوا د لوړو مالياتو په اخيستو او د غصب په نوم کمېسیون له لوري د خلکو د شخصي ځمکو پر بندولو نیوکه وکړه او وې ویل، له کبله يې ورته زياتو خلکو شکايتونه کړي.

هغه غوښتنه وکړه چې د يادو ستونزو د حل لپاره بايد قوانين جوړ شي. «ځينې کسان دوکانونو ته ورځي فقط دوکان کې وګرځي ورته وايي، تاسو پسې دومره ماليه راغله، خو بايد يوه طرحه او اصول موجود وي، نو دې لپاره بايد مستوفيت او وزارت ماليه بايد قوانين جوړ کړي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې افغانستان کې بايد قانون جوړ شي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني ټينګار وکړ چې قومي مخور د هر ډول ستونزو حل کې پوره مهارت لري او اسلامي امارت يې هم بايد تر شاه کلک ودريږي.

هغه وویل: «هغه دودونه چې د اسلام او وطن له قوانينو سره مطابق وي ټول هغه عنعنات بايد راژوندي کړو او امارت يې بايد تر شاه کلک ودريږي.»

د اسلامي امارت مسوولانو يو ځل بيا ټينګار وکړ چې له نړيوالو او ګاونډيو هيوادونو سره د ملي ګټو او شريعت په چوکاټ کې اړيکې غواړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سویل ختیځ زون یوشمېر قومي مشرانو د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د قومي جوړښتونو د پياوړتيا او د ولس او حکومت ترمنځ د ولسونو يو ځای کولو لپاره کار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام