د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې افغانستان کې د اسلامي امارت پر بیاواکمنېدو سره اسلامي اصولو ته په پام، د ټولو هېواد‌والو حقونه تامین او خوندي شوي دي.

بلال کریمي سلام‌وطندار سره په خبرو کې زیاته کړه چې اسلامي امارت هېواد‌ کې ټول‌بښنه اعلان کړې او هغه اوازې چې ګواکې دوی جنګي بندیان وژلي او ناوړه چلن ورسره کوي، په کلکه وغندلې او هغه یې بې‌بنسټه وبللې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د افغانستان د بشري‌حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر وروستی راپور هم له واقعیته لرې وباله او په وینا یې، یاد بنسټونه باید د واقعیتونو پر بنسټ خپل راپورونه چمتو کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د بشري‌حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ په راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د نړۍ تر ټولو ناوړه هېواد دی او اسلامي امارت هم لږکیو څخه ساتنه کې ناکامه دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام