کندوز کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ او وروسته یې ځان وژلی

کندوز ښار کې ولسي سرچینې وايي چې د ښار اړوند د خان‌اباد بندر سیمه کې یوه هلک لومړی یوه نجلۍ او وروسته یې ځان‌ وژل دی.

سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه دوه ورځې وړاندې د لړم پر څلورمه نېټه د کندوز ښار اړوند خان‌اباد بندر سیمه کې رامنځته شوې ده.

بلال کریمي: د ا.ا په واکمنېدو سره د هېوادوالو حقونه خوندي شوي

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، افغانستان کې د ا.ا پر بیاواکمنېدو سره اسلامي اصولو ته په پام د ټولو هېواد‌والو حقونه تامین او خوندي شوي دي. نوموړي د افغانستان د بشري‌حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر وروستی راپور هم له واقعیته لرې وباله او په وینا یې، یاد بنسټونه باید د واقعیتونو پر بنسټ خپل راپورونه چمتو کړي.