تخار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د تخار تالقانو ښاروالي په تالقان ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ چې له مخې به یې، دې کمپاین کې ۶۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د تالقان ښاروال نقیب‌الله محمدالله په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د نیالګیو کېنول، د هوا ککړتیا مخه نیسي او په وینا یې، د طبیعت د ښکلا، زرغونتیا او د چاپېریال ساتنې لامل کېږي.

په تېرو دوو اوونیو کې جګړو په کور دننه ۶۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

 هېواد کې د جګړو او ناامنیو سربېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د یو‌شمېر ولسوالیو نیول ګڼ‌‌شمېر افغانان اړ کړي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو امنو سیمو ته کډه شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د جګړو له امله ۶۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او د هېواد نورو ولایتونو او امنیو سیمو ته کډه شوي دي.