د پاسپورټ د وېش بهیر نن په ۳۴ ولایتونو کې بېرته پیل شو

یوشمېر هېوادوال چې د پاسپورټ عمومي ریاست مخې ته را ټول شوي، وايي چې له میاشتو راهیسې د پاسپورټ اخیستو ته په تمه وو. په همدې حال کې د پاسپورټ ریاست یو کارکوونکی یما رحماني وايي چې دغه ریاست نن د ۱۳۰ کارکوونکو په لرلو د کابل اوسېدونکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د یوناما مرستیال: افغانستان کې د ۱۸ میاشتو پر مهال ۷۰۰زره کسان بې‌دندو شوي

افغانستان کې د بې‌وزلي کچې پراخېدو په اړه د مرسته رسوونکو بنسټونو د رپوټونو خپرېدو په دوام، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما مرستیال رامز الاکبروف یوې غونډې ته ویلي، د تېرو ۱۸ میاشتو پر مهال دغه هېواد  کې ۷۰۰ زره کسانو دندې له لاسه ورکړي او د یاد هېواد ناخالص کورني تولیدات هم ۳۵ سلنه کم شوي دي.

کندهار کې د کبانو ۵۴۸ فارمونه تړل شوي

کندهار کې وچکالي د نورو زیانونو ترڅنګ د کبانو روزنې صنعت هم زیانمن کړی او فارمونه یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوي دي.

د کبانو د روزنې فارمونو مسوولان وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د ۵۴۸ فارمونو په تړل‌کېدو سره د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له ۱۷۰۰ څخه ۱۱۵۲ ته راټيټ شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت: ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۸۰ افغانان مړه شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایټالیا کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۸۰ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 وزارت پرون سه‌شنبه د کب نهمه په یوې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. له پېښې ژوندي پاتې کسانو ویلي، دغې کښتۍ کې ۲۰۰ مسافر سپاره وو.