په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وايي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبلې کچه ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.

یوناما نن په یوه تازه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ‌ژوبلې کچه د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال په پرتله د پام وړ ډېره شوې او په وینا یې، په دې موده کې ۱۷۸۳ ملکیانو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې ده. په دې ډله کې ۵۷۳ کسان وژل شوي او ۱۲۱۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچې ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په روان میلادي کال کې ښځو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه ۳۷ سلنه او د ماشومانو هم ۲۳ سلنه لوړه شوې ده. یوناما د دې مرګ‌ژوبلې ډېرو لامل ځمکنۍ جګړې، چاودنې او هدفي وژنې یادې کړې دي.

د یوناما د راپور پر بنسټ، د دولت مخالفې وسله‌والې ډلې د ملکیانو ډېرې برخې مرګ‌ژوبلې عاملانې دي او په خبره یې، یادې ډلې د سږ کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ملکیانو ته د ۶۱ سلنې او امنیتي ځواکونه هم د ۲۷ سلنې مرګ‌ژوبلې اړولو مسوولیت لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ملکیانو، په تېره ښځو او ماشومانو ته اوښتې مرګ‌ژوبله ازاروونکې بللې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي چې ژرترژره د دغه تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره یوه لاره ولټوي.

یوناما ویلي، د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د سولې خبرواترو له پیل سره سم د ملکیانو د وضعیت ښه‌والي لپاره هیلې وې، خو د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د مخامخ خبرو له پیل سره هم‌مهاله تاوتریخوالی ډېر شو او دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه ونه کړه.

ډیبرا لاینز زیاته کړې چې د سولې له هر شوني فرصت نه باید ګټه واخیستل شي او که د تاوتریخوالي کچه کمه نه شي، په ۲۰۲۱ کال کې به د خپلو هېوادوالو له لوري د زرګونو افغانانو د وژلو لړۍ روانه وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام