د افغانستان سولې کور د هېواد اوسنی وضعیت پېچلی او د اندېښنې وړ بللی دی. د دغه بنسټ د مشرتابه پلاوي غړی عبدالله رسولي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم د هېواد روان وضعیت ګونګ او د وړاندوینې نه دی، خو حکومت له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره کوم ځانګړی پلان ترلاس لاندې نه لري.

رسولي زیاتوي چې په افغان جګړه او سوله کې د حکومت دریځ روښانه ناڅرګند دی او معلومه نه ده چې دوی له طالبانو سره په جګړه دي او که سوله کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان سولې کور د مشرتابه پلاوي غړی همداراز وایي، نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه د دې پرځای چې د وروستیو دوو لسیزو له ارزښتونو ملاتړ وکړي، له طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

په ورته مهال د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیاله ډاکټر عالمه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو د وروستیو جزییاتو په اړه وایي، دغه بهیر په جدي توګه روان دی او طالبان غواړي وخت ضایع او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

ډاکټر عالمه وایي چې طالبان هڅه کوي، د اسلامي نظام په پلمه په هېواد کې خپل اسلامي امارت بېرته حاکم کړي.



هغې وویل: «طالبانو په وروستۍ ناسته کې اسلامي نظام مطرح کړی، په داسې حال کې چې نه پوهېږي، څه ډ‌ول اسلامي نظام غواړي. افغانستان یو اسلامي هېواد دی، اساسي قانون تاسو ټولو لوستی، کوم ځای کې یې اسلامي مسایل نشته. په حقیقت کې له اسلامي نظام څخه د دوی موخه اسلامي امارت دی.»

د افغانستان د سولې کور وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې په اړه خپل دریځ روښانه کړي او د افغانستان سولې او جګړې په برخه کې د دوی رول او ونډه ځانکړې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام