د افغانستان پرځول شوي مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا د ناسم ډاډ او ژمنو له کبله د نوموړي په مشري «جمهوري نظام» پرځول شوی دی.

محمداشرف غني له «پي‌بي‌اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، ډاډ ورکړل شوی و چې اوربند به کېږي او د راتلونکي حکومت په اړه خبرې به د تړون یوه برخه وي، خو د نوموړي په وینا چې داسې څه ونه شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې مخکیني ولسمشر په خپله دې مرکه کې ټينګار کړی چې د ا.ا تر ولکې لاندې افغانستان ته نه ستنېږي، خو په وینا یې، د یوه افغان په توګه هیله لري داسې یوه افغانستان ته ورستون شي چې ټول خپل هېواد سره د تړاو احساس ولري.

نوموړي ویلي، هیله لري داسې یوه افغانستان ته ورستون شي چې بې‌وزله او شتمن په ټولو برخو کې یو شان ونډه ولري او هغه ثبات لاس ته راوړي چې ترې اخیستل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي دې مرکه کې یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال یې میلیونونه ډالر نه دي وړي او ټينګار یې کړی چې حتا خپله شخصي شتمني یې غلا شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام