د افغانستان مخکیني  ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپل ویډیویي پیغام کې چې په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپور شو ویلي چې افغانستان د تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی او اړتیا ده چې موږ ټول یو بل ومنو او د نورو ناخوالو د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړو.

ښاغلي غني ټینګار وکړ ی چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار ملي اجماع او یوالی دی. د هغه په وینا، « د قدرت انحصار وضعیت نور هم  خرابوي

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اشرف غني ټینګار وکړ: « په زور افغانان قانع کولای نشي او باید له تاریخ څخه عبرت واخلو

مخکیني ولسمشر  څرګنده کړې چې د واک اخیستل اسانه دی خو انحصاري قدرت تلپاتې نه وي. هغه زیاته کړه: « قدرت د خدمت وسیلهده، نه د بربادۍ او تباهۍ وسیله

اشرف غني په خپل پیغام کې د هېواد اقتصادي وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې له نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو پرتهبه د دې مسلې  حل ستونزمن وي.

نوموړي پر ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو  وروستيو بريدونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې بايد مخه يې ونيول شي، که نه نو « کله چېد ځانمرګو او چاودنو دروازې پرانيستل شي، نو مخنيوی به يې ستونزمن وي

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان پخواني ولسمشر تر دې مخکې هم د نوي لمریز کال د رارسېدو په مناسبت په یوه پیغام کې پر ملي اجماع ټینګار کړی و او پههېواد کې یې د ملي خبرو اترو لپاره د زمینې پر برابرولو یې تینکار کړی و.

هغه ویلي و چې هېوادوال په دوه لاري کې پاتې دي او د تېرو تېروتنو تکرار او  د واک انحصار به بیا په افغانستان کې جګړې ته زورورکړي. د اسلامي امارت له راتګ څخه څه باندې اته میاشتې تېرېږي او د دې لپاره چې دغه حکومت انحصاري دی تراوسه یو هېواد هم پهرسمیت نه دی پیژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام