د بریټانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون د هغه هېواد له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د “ژمې لوږې” د مخنيوي لپاره دې ځانګړې غونډه جوړه کړي.

هغه د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ته په یوه لیک کې وړاندیز کړی چې دغه هېواد دې افغانستان ته د بېړنیو بشري مرستو د رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د غوښتنې په تایید سره یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بريټانيا د پخواني لومړي وزير د وړاندیز پر بنسټ، دغه هېواد بايد د اروپايي ټولنې په همکارۍ د دغې بشري مرستو کوربتوب وکړي.

براون په دغه لیک کې ویلي، افغانستان لپاره یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې له فقر او بې‌وزلۍ څخه ددغه هېواد د ۹۷ سلنه وګړو د مخنیوي لپاره باید بېړنۍ اقدام وشي.

نوموړي په دغه لیک کې همدا راز ټینګار کړی چې اوسمهال د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دي، له اته میلیونو څخه زیات افغانان له قحطۍ او شاوخوا یومیلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د لوږې له امله د مرګ امکان شته.

تر دې مخکې بریټانیوي چارواکو د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و چې دغه هېواد په نړۍ کې د خوړو تر ټولو ناوړه بحران سره مخ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي و چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغانستان له اړمنو خلکو سره ۴،۴ میلیارده ډالر بشري مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام