د ترکیې اناتولي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د نیو ځیلانډ دولت نن اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشرپالنې او په دغه هېواد کې د زیانمنو افغانانو د ملاتړ په موخه ۳میلیونه ډالره مرسته کوي.

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا په یوې وینا‌پاڼه کې ویلي چې دغه مرسته به په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ته ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزېرې زیاته کړه: «افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی، میلیونونه کسان مرستو ته اړتیا لري او په سلګونه زره کسان د وروستیو جګړو له امله بې‌ځایه شوي چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.»

نوموړې همداراز وویل: « د سره صلیب کمېټه اوس مهال په افغانستان کې د ملکیانو پر خوندیتوب او د اړینو خدمتونو د وړاندې لکه د بېړنیو روغتیایي خدمتونه، اوبه او  پر روغتیا تمرکز لري.»

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د داخلي بې‌‌ځایه شویو د ملاتړ لپاره په پراخه توګه مرستې کوي او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډ‌والو ملاتړ ته هم ور دانګي.

په ورته مهال د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزېرې ویلي: «اړینه ده چې د بشرپالنې بنسټونو ته اجازه ورکړل چې زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي.» هغه له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې د بشرپالنې نړیوالو قوانین مراعات کړي، د ملکیانو او مرستندویه بنسټونو کارکوونکو ژوند خوندي او له ازادۍ ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د زمري په ۲۴مه د پلازمېنې کابل په نیولو سره پر ټول افغانستان ولکه خپله کړه او ولسمشر محمد‌اشرف غني او نور لوړپوړي حکومتي چارواکي اړ شول چې هېواد پرېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام