د کندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د اهل تشیع په «فاطمیه امام‌بارګاه» جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۳۲ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي.

د پېښې یو‌شمېر عیني شاهدان وایي، چاودنې درې وې چې دوه یې د جومات دننه او بله یې د جومات په دروازه کې شوې، خو ځينې نور بیا وايي، یوازې د یوې درنې چاودنې غږ یې اورېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او تصویرونه ښايي چې په جومات کې دننه ګڼ‌شمېر لمونځ کوونکي په وینو کې لت پت پراته دي او د جومات ښښې ماتې شوې دي.

تراوسه روښانه نه ده چې دغه چاودنه د ځانمرګي برید له امله شوې او یا که بمي چاودنه وه.

د دغې پېښې مړي او ټپیان د کندهار ولایت میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي. په دغه روغتون کې سرچینې وایي چې د چاودنې له ځای څخه ورته شېبه په شېبه مړي او ټپیان وروړل کېږي او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه شي.

سرچینې زیاتوي چې له پېښه څخه روغتون ته د راوړل شویو یو‌شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او تراوسه ورته په لسګونه ټپیان راوړل شوي دي.

دغه سرچینې وایي چې د کندهار میرویس روغتون یو‌شمېر ډاکټران د جمعې ورځې په رخصتۍ تللي او له همدې امله نوکریوال ډاکټران ټپیانو ته په سختۍ رسېدنه کوي.

د کندهار ولایت محلي چارواکو تراوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي. خو یوازې دومره یې څرګنده کړې چې چاودنه زوروره وه او ښايي ګڼ‌شمېر کسانو ته پکې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې وي.

تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

بل‌خوا یو‌شمېر رسنیو د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي چې کندهار کې د اسلامي امارت مېشت ځواکونه د پېښې د ځېړنې لپاره د چاودنې سیمه ته استول شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټويتر هم وڅارئ

دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې تېره جمعه هم د کندوز په ښار کې د اهل تشیع په «ګذر سیداباد» جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د ځانمرګي برید له امله شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي وو او ۱۵۰ نور ټپیان وو. د هغه برید پړه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام