د نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو ځنډېدل به د هېواد پر اقتصاد اغېز وکړي

وروسته له هغې چې اسلامي امارت داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر دغو بهرنیو موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. دغو بنسټونو چې تر ډېره یې اړمنو ته د مرستو رسولو برخه کې فعالیت کاوه، د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي برخه کې یې مهم رول درلود.

د هبت‌الله اخند‌زاده د فرمان ځنډول؛ کندهار کې دوه چارواکي زنداني شوي

په کندهار کې هغه دوه چارواکي له دندې ګوښه او زنداني شوي چې د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌زاده یو فرمان یې پنځه میاشتې ځنډولی و. د کندهار محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د سرې میاشتې رییس فیض‌الله فیضي او د سوېلي زون د سرې میاشتې مسوول اخترمحمد خادم د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌زاده د فرمان ځنډولو له امله له دندې ګوښه او زنداني شوي.

پاکستان دغه هېواد ته د کام‌ایر هوايي شرکت الوتنې بندې کړي

د کام‌ایر هوايي شرکت مسوولان وايي چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري د نویو قوانینو په لګولو سره دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کابل څخه اسلام‌اباد ته مسافر ولېږدوي. دوی زیاتوي چې د نوي لګول شوي قانون له مخې او تر نامعلوم وخته یوازې د پي‌ای‌اې هوايي شرکت کولای شي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ الوتنه وکړي.

د غور محلي رسنيو د « غور غږ» راډيو د مسوول د وژل کېدو په غبرګون کې خپل نشرات وځنډول

غور ولايت کې د «غور غږ» راډيو د مسوول د بسم الله عادل له ترور وروسته نن « يکشنبه، د جدي ۱۴مه» د محلي رسنيو مسوولانو او خبريالانو د اعتراض په توګه دې ولايت کې درې ورځو لپاره خپل ټول نشرات وځنډول.

د غور غږ راډيو د نشراتو مدير عبدالقدوس ثاقب او عدالت غږ راډيو خبريال گل احمد خسرو نن په په دې ولايت کې يوه خبري ناسته کې وويل، تر څو چې د بسم‌الله عادل د ترور عاملان ونه نيول شي او سزا ور نه کړل شي، خپلو کارونو ته دوام نه ورکوي.