په کندهار کې هغه دوه چارواکي له دندې ګوښه او زنداني شوي چې د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخند‌زاده یو فرمان یې پنځه میاشتې ځنډولی و.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سرې میاشتې رییس فیض‌الله فیضي او د سوېلي زون د سرې میاشتې مسوول اخترمحمد خادم د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌زاده د فرمان ځنډولو له امله له دندې ګوښه او زنداني شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دواړه چارواکي پرون (شنبه، تلې ۳۰مه) له دندو ګوښه او په یوه میاشت بند محکوم شوي دي.

د کندهار ولایت مقام څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو دوو کسانو په تړاو یاد حکم پرون شنبه د سترې محکمې مرستیال او د زون په کچه د تمیز رییس  سردارمحمد په مشري اورول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغو چارواکو د اسلامي امارت د مشر د څه په اړه او کوم فرمان پنځه میاشتې ځنډولی و. په ورته مهال په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو په خپلو دندو کې غفلت کړی او د اسلامي امارت د مشر فرمان یې ځنډولی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام