غور ولايت کې د «غور غږ» راډيو د مسوول د بسم الله عادل له ترور وروسته نن « يکشنبه، د جدي ۱۴مه» د محلي رسنيو مسوولانو او خبريالانو د اعتراض په توګه دې ولايت کې درې ورځو لپاره خپل ټول نشرات وځنډول.

د غور غږ راډيو د نشراتو مدير عبدالقدوس ثاقب او عدالت غږ راډيو خبريال گل احمد خسرو نن په په دې ولايت کې يوه خبري ناسته کې وويل، تر څو چې د بسم‌الله عادل د ترور عاملان ونه نيول شي او سزا ور نه کړل شي، خپلو کارونو ته دوام نه ورکوي.

د دې څنګ د يو شمېر محلي رسنيو خبريالانو  په دې ناسته کې پر خبريالانو په ځانګړې توګه پر بسم‌الله عادل بريد وغانده او ويې ويل چې د دولت خبرونه يې تحريم کړي او نه يې خپروي.

په غور کې د خبريالانو د ټولنې مشر تیمورشاه احمدي هم پر خبريالانو بريدونه د اندېښنې وړ وبلل او له دولته يې وغوښتل چې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکيو امنيت وساتي ترڅو خبريالان په خوندي چاپېریال کې کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بسم‌الله عال له ترور وروسته له رسنيو د دفاع کمېټې له ټولو خبريالانو غوښتي وو چې درې ورځو لپاره د افغان دولت د خبرونو پوښښ تحريم کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام