د غور محلي رسنيو د « غور غږ» راډيو د مسوول د وژل کېدو په غبرګون کې خپل نشرات وځنډول

غور ولايت کې د «غور غږ» راډيو د مسوول د بسم الله عادل له ترور وروسته نن « يکشنبه، د جدي ۱۴مه» د محلي رسنيو مسوولانو او خبريالانو د اعتراض په توګه دې ولايت کې درې ورځو لپاره خپل ټول نشرات وځنډول.

د غور غږ راډيو د نشراتو مدير عبدالقدوس ثاقب او عدالت غږ راډيو خبريال گل احمد خسرو نن په په دې ولايت کې يوه خبري ناسته کې وويل، تر څو چې د بسم‌الله عادل د ترور عاملان ونه نيول شي او سزا ور نه کړل شي، خپلو کارونو ته دوام نه ورکوي.

د کندهار له نوي والي د حمدالله محب غوښتنه؛ د ياد ولایت امنیت لپاره جدي هڅې وکړه

کندهار لپاره د نوي والي او د ملي امنیت رییس تر ټاکل کېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته لاړ. حمدالله محب کندهار کې یوه غونډه کې وویل، نوی والي او د ملي امنیت رییس یې د کندهاریانو د غوښتنو پر بنسټ بدل کړي، ترڅو د دغه ولایت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

د کاپیسا د علماوو شورا د رییس پر موټر ماین چاودنه کې ۵ کسان ووژل شول

د کاپيسا امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت د علماوو شورا د رییس ميرويس کريمي پر موټر ماین چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول عبدالشایق شورش سلام‌وطندار ته وايي، دا پېښه نن وروسته له غرمې ۳ بجې د کاپیسا صياد سيمه کې شوې ده.

طالبانو د بغلان ـ کندوز له لویې‌لارې له ۲۰ ډېر مسافر ځان سره بیولي

بغلان کې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د یکشنبې په سهار د پلخمري ښار «پوزه‌ایشان» سیمه کې د افغان ځواکونو د اډې په سل مټرۍ کې د چک‌پاینټ په جوړولو سره، ټول هغه موټر چې بغلان څخه شمالي ولایتونو ته روان وي، ډنډ شهاب الدین سیمه کې پلټي.

سرچینو وویل، طالب وسله‌والو تراوسه له۲۰ ډېر هغه کسان چې حکومت پورې…

د پامپیو څرګندونو ته د ارګ غبرګون؛ «طالبان د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې جنګېږي»

ارګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي وو، تېر یوه کال کې افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی وايي، طالبان اوس د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې جنګېږي چې دغه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله هم ډېره لوړه ده…

د سولې دويم پړاو خبرې؛ ښايي پلاوی سبا دوحې ته لاړ نه‌شي

 

د افغان دولت د سولې مرکه‌چي پلاوي غړې حبیبه سرابي سلام‌وطندار ته وايي، تراوسه په کره ډول نه ده مشخصه شوې چې دغه پلاوی به سبا دوشنبه طالبانو سره د سولې خبرو دویم پړاو پیل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ ‌شي که نه.

نوموړې وویل…