Asset 1SWN

طالبانو د بغلان ـ کندوز له لویې‌لارې له ۲۰ ډېر مسافر ځان سره بیولي

Baghlan-New-Pic-p0tepzlzym9pxbq53b3sbds1sf6ox0dcdxrm0h2t90

 

بغلان کې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د یکشنبې په سهار د پلخمري ښار «پوزه‌ایشان» سیمه کې د افغان ځواکونو د اډې په سل مټرۍ کې د چک‌پاینټ په جوړولو سره، ټول هغه موټر چې بغلان څخه شمالي ولایتونو ته روان وي، ډنډ شهاب الدین سیمه کې پلټي.

سرچینو وویل، طالب وسله‌والو تراوسه له۲۰ ډېر هغه کسان چې حکومت پورې تړلي وو او یا طالبانو پرې شک درلود، موټرو څخه ښکته کړي او تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

د سرچینو په وینا، طالبانو د بغلان ـ کندوز لویه‌لاره هم تړلې او کوم موټر چې دغې لارې څخه تېرېږي لومړی یې خپلې قرارګاه ته بیايي او تر څېړنو وروسته یې پرېږدي.

د بغلان امنیتي مسوولانو دې برخه کې څه نه دي ویلي.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام