د کام‌ایر هوايي شرکت مسوولان وايي چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د نویو قوانینو په لګولو سره دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کابل څخه اسلام‌اباد ته مسافر ولېږدوي او د دغه شرکت الوتنې یې بندې کړې دي.

د کام‌ایر هوايي شرکت مرستیال سهراب امیني سلام‌وطندار ته وايي چې د نوي لګول شوي قانون له مخې او تر نامعلوم وخته یوازې د پاکستان پي‌ای‌اې هوايي شرکت کولای شي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ الوتنه وکړي او مسافر ولېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د نوي قانون له مخې هر مسافر باید «ان‌‌او‌سي لیټر» ولري چې مونږ نه درلود او له همدې امله یې زمونږ الوتنې وځنډولې. د نوموړي په وینا، له پاکستان څخه یې د یادې ستونزې د هواري غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان پي‌ای‌اې هوايي شرکت بیا کولای شي چې له دغه لیټر پرته مسافر ولېږدوي.

بل‌خوا کابل کې د سیاحتي شرکتونو مسوولان وایي چې پاکستان ته د الوتنې د ټکټونو بیې د تېر په پرتله ډېرې لوړې شوې دي.

د یوه خصوصي سیاحتي شرکت رییس فیض‌محمد نیازی وایي چې په تېرو کې د پاکستان د پي‌ای‌اې هوايي شرکت د یوه ټکټ بیه ۲۵۰۰۰ افغانۍ وې، خو اوس څه باندې ۲۰۰۰ ډالرو ته رسېدلې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هوايي چلن اداره پاکستان ته د کام‌ایر هوايي شرکت د الوتنو ځنډېدل مني او وایي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت درې میاشتې وړاندې له کام‌ایر هوايي شرکت څخه د جواز غوښتنه کړې وه چې د دغه جواز د نه ورکړې له امله دغه الوتنې ځنډول شوي دي.

د کابل هوايي ډګر د تخنیکي ستونزو له هواري او د الوتنو پرمخ د دغه هوايي ډګر له بیاځلي پرانستو وروسته، د کام‌ایر هوايي شرکت په اوونۍ کې درې ځلې له کابل څخه اسلام‌اباد ته الوتنې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام