له تېرو دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د بریدونو په زیاتېدو سره، وضعیت نورهم پېچلی شوی او هېوادوالو ته یې ګڼې اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

د جګړې ډګر په تودېدو سره، د ولایتونو یو په بل پسې سقوط او د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي زیاتېدو هېوادوال لوړو او ژورو سره مخ کړي او د هغوی د ژوند روان بهی یې  وربدل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال هېواد کې روان وضعیت ته په کتو یو‌شمېر کوژدن شوي، ځوانان او پېغلې پرته له دې چې له وړاندې د خپل واده په اړه پلان ولري، د روان جګړه‌ییز وضعیت د ترینګلتیا له وېرې خپل د واده مراسم جوړوي.

د کابل ښار د هوټل‌لرونکو ټولنه په دې اړه وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې د ګونګ امنیتي وضعیت له امله  د واده مراسمو د ترسره کولو لپاره ګڼ‌شمېر کورنۍ دوی ته مراجعه کوي.

هغه وویل: «کابل د نورو ولایتونو په پرتله ښه دی او د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده. څو دلیلونه کېدلای شي، یو امنیتي ستونزې دي چې له خلکو یې لاره ورکه کړې. د ولایتونو د وضعیت په اړه هغه آفتونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي. امنیتي موضوعاتو زیاد د خلکو په روحیې اغېزه کړې ده.»

په ورته مهال د کابل ښار یو‌شمېر هوټل لرونکي هم د دغې موضوع په تایید سره وايي، له تېرې یوې میاشت راهیسې او په هېواد کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره، دغو هوټلونو کې د واده مراسمو ترسره کول، څو برابره زیات شوي او یوه شپه او ورځ کې درې- څلور د واده‌ مراسم ترسره کېږي.



په همدې حال کې احسان چې په تازه‌ګۍ سره واده کړی وايي، سره له دې چې غوښتل یې په متفاوته توګه د خپل واده مراسم ترسره کړي او اوس یې کوم پلان هم ورته نه‌درلود، خو د هېواد وضعیت د خرابېدو له کبله یې د خپل واده مراسم ترسره کړل.

هغه وايي، سره له دې چې د واده لپاره یې کافي پیسې نه درلودې، خو اړ شوی چې خپلوانو څخه د پیسو په پور واده وکړي.

د کابل په هوټلونو کې د جګړه‌ییز وضعیت له وېرې د واده مراسم په داسې مهال زیات شوي چې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې جګړه په چټکۍ روانه ده او معلومه نه ده چې دغه وضعیت به کله او څنګه بدلون مومي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام