د غور امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوه کسان په مرموز ډول وژل شوي. د چارواکو په وینا، پېښه د غور د پسابند ولسوالي «شغزک» سیمه کې شوې ده.

ویل شوي چې وژل شویو کې یو سړی او د هغه لمسی شامل دی. د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمان بدري سلام‌وطندار ته وايي، دغه دوه کسان تېره شپه د خپل خوب په بستره کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د امنیې قومنداني ویاند وویل، قاتل د دغو دوو کسانو له وژلو وروسته سیمې څخه تښتېدلی، خو د اسلامي امارت ځواکونو د دغې ولسوالي «سیني» سیمې څخه نیولی دی.

د باختر دولتي خبري اژانس هم دغه خبر د غور د امنیې قومنداني د ویاند په خبره خپور کړی او لیکلي چې نیول شوی کس تر پوښتنو لاندې دی. تراوسه د دغې پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی، چې د تېرې جمعې په شپه د «روانې حوت میاشتې په دیارلسمه) هم د هرات د انجیل ولسوالي «خواجه‌سرمه» سیمه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي د ناپېژنده کسانو له خوا په مرموز ډول وژل شوي وو.

دغو پنځو کسانو کې یو سپین‌ږیری، یوه ښځه او درې ماشومان شامل وو. هرات کې ځايي سرچینو د دغې پېښې په اړه ویلي وو چې ناپېژنده وسله‌والو دغو پنځو تنو څخه سرونه غوڅ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام