که څه هم په بامیان ولایت کې د وروستیو چاودنو درې ورځې تېرېږي، خو لا هم په دغه ښار کې چوپتیا خوره ده او اوسېدونکي یې ترهېدلي دي.

د بامیان ښار ختیځ لوري ته په سوماره سیمه کې یوه مور اوسېږي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې یې خپل خاوند له لاسه ورکړ.

دغې مور لا د خپل خاوند غم نه وه پرېښي چې دوه غبرګ ځامن یې ۲۲ کلن نوروز او ۲۵ کلن محمد په دغه ولایت کې شويو چاودنو کې ووژل شول.

محمد او نوروز چې د دغې مور مشران ځامن وو او د کورنۍ چارې ور پر غاړه وې، د بامیان ښار د ولي‌عصر مارکېټ مخې ته په شوې چاودنه کې ووژل شول.

محمد په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو نوروز ټپي کېږي او د شپې دوه بجې په روغتون کې د خپل ورور لاره نیسي او خپل روح حق ته سپاري.

د سلام‌وطندار خبریال انور سعادت‌یار د دغې مور کور ته ورغلی او د غبرګو ځامنو د له لاسه ورکولو په اړه یې پوښتلې ده.

هغه وايي، کله چې ورغی، کور یې ژړا او غم پر سر اخیستی و او په وینا یې، د دغو ځوانیمرګو مور او خور د هغوی نومونه په ژړا او ستاینو کې یادول.

یاده مور وايي، ځامن یې د نویو جامو پېرلو لپاره ښار ته تللي وو او دا ورته په تمه وه چې له نویو جامو سره به بېرته کور ته راشي، خو په وینا یې، په سپین کفن کې یې ورته راوړل.

د وژل شویو دوو ورونو خور بیا د هغوی د وژل کېدو پړه پر حکومت اچوي. د هغې په وینا، په بامیان ولایت کې هېڅ چاودنه نه وه شوې، خو د مسوولانو ناکاریو یې غبرګ ورونه ترې واخیستل.

دغه کورنۍ وايي، په بامیان ولایت کې د شویو چاودنو عاملان دې ژرترژره نه یوازې ونیول شي، بلکې د دوی په مخ کې دې محاکمه شي. د نوروز او محمد کوچنی ورور صالح د ورونو غم دومره پر سر اخیستی چې ان خبرې هم نه شي کولای.

د دغې کورنۍ یو خپل محمدامین امامي وايي چې د محمد او نوروز د پلار له مړه کېدو وروسته د کورنۍ سترګې یوازې دوی ته وې او په وینا یې، اوس یې یوه سپین سرې مور، یو ورور او یوه خور چې رواني ناروغي لري، پاتې دي.

دا لومړنۍ کورنۍ نه ده چې د خپلو بچیانو او د کورنۍ د نورو غړیو د غم پر ټغر ناسته ده، بلکې سلګونه او زرګونه نورې کورنۍ هم شته چې روانې جګړې یې د زړه ټوټې ترې اخیستې او دوی بې‌برخلیکه پرېښي دي.

د سه‌شنبه مازدیګر په ۴ بجو او ۴۰ دقیقو دوو چاودنو د هېواد د تر ټولو امن ولایت بامیان په وینو رنګ کړ. د دغه ولایت د روغتیايي مرکزونو د شمېرو له مخې، په یادو چاودنو کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول.

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په بامیان ولایت کې د شویو چاودنو له کبله ۱۸ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي.

دغه خونړۍ چاودنې په نږدې دوو لسیزو کې بې‌سارې وې او د بامیان ولایت د اوسېدونکو له توند غبرګون سره مخامخ شوې. د بامیان اوسېدونکي د دغه ولایت چارواکي پر ناکارۍ تورنوي او ټینګار کوي چې باید استعفاوې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام