د غور محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د سختې واورې اورېدو او سړې هوا له کبله له ۲۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، له بېلابېلو ولسوالیو او کلیو ورته رسېدلي معلومات ښيي چې تر اوسه د غرونو په لمنو کې ۲۵۳۶ څاروي له منځه تللي او زرګونه نور په واورو کې بند پاتې دي. د هغه په خبره، دا شمېرې شېبه په شېبه په زیاتېدو دي.
نوموړی زیاتوي چې د غور د ولایت مقام د کرنې او طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاستونو په همغږۍ له مالدارانو سره مرستې او د هغوی څارویو ته د وښو رسول روان دي.
د غور د والي ویاند وايي، مرستندویه ډلې به د دغه ولایت د مواصلاتي لارو په پرانېستل کېدو سره زیانمنو سیمو ته ور لېږل شي.
غور له یوې اوونۍ راهیسې د سختو واورو اورېدو شاهد دی او په ځینو برخو کې یې د واورې کچه له یو متر څخه لوړه شوې او د ډېری مواصلاتي لارې یې هم تړل شوې دي.