Asset 1SWN

بدخشان کې سړې هوا ۴ سرتېري مړه کړي

5555555555555555-ozsz8p68s4ucw8c1pn37ljmnmupgw5vcslbp0ryglk

 

بدخشان کې امنيتي سرچينې وايي، د سرحدي ځواکونو  ۴ سرتېري چې له بهارک ولسوالۍ شکاشم ته پر لاره وو، «اغرده» کوتل کې د توپان او سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني وايي، دغه ۴ سرتېري د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک اړوند وو چې زېباک ولسوالۍ کې يې دنده درلوده. نوموړی زياتوي، مړه شوي سرتېري خپلو کورونو ته تللي وو او کله چې جرم او بهارک ولسوالۍ نه بېرته دندو ته تلل، په لاره کې يخ وهلي دي.

محلي سرچينې وايي، دغه سرتېري په لاره کې ورک دي او توپان کې ګير شوي دي.

ثناالله روحاني وايي، دغه سرتېري له تېرې جمعې ورځې راهيسې ورک وو او نن د شهدا ولسوالۍ امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسېدونکيو «اغرده» کوتل کې موندلي دي.

د نوموړي په وينا، د مړو شويو سرتېرو جسدونه تر واورو لاندې وو چې په ډېرې سختۍ يې له واورو راويستي دي.

د يادولو ده چې دوه ورځې وړاندې هم انجمن کوتل کې د بدخشان د لاجوردو کان د ساتنې قطعې يو قومندان له سړې هوا له کبله مړ شوی و.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام