Asset 1SWN

بدخشان کې څلور ځوانې نجونې اوبو وړي

BADAKHSHAN-qcjaw4k90mj7i6i3kqbyl5170mt3movlwqks0nhpqg

د بدخشان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې څلور نجونې پرون (د وږي ۲۵مه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د مایمي ولسوالي په «تنګ شېوه» سیمه کې اوبو ډوبې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، یادو نجونو غوښتل چې تنګ شېوه سیمه کې پر سیند له یوه جوړ شوي پله نه تېرې شي، خو پل یواړخه شوی او دوی اوبو ته لوېدلې دي.

هغه زیاتوي چې تر اوسه یې د یادو څلورو نجونو مړي نه‌دي موندلي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د بدخشان اوسېدونکي وخت‌ناوخت عامه خدمتونو ته د نه لاسرسي او سختو لارو له کبله له ورته پېښو سره مخامخېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام