تازه نظرپوښتنه: ۹۳سلنه خلک غواړي له سولې وروسته مېرمنې حکومت کې برخه واخلي

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما مسوولان وايي، د دې بنسټ د څېړنې پربنسټ ۹۳سلنه هېوادوال غواړي له سولې وروسته حکومت کې  د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.

د مجما د برنامو مسوول ایوب شهریار نن د «ټول شموله سولې، د ښځو غوښتنې او اندېښنې» په نامه یوې غونډه کې کابل کې وویل، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د دوی د یوې میاشتنۍ څېړنې پایله ښیي چې ۹۳ سلنه هېوادوال له سولې وروسته په حکومت کې د ښځو د حضور غوښتنه کوي.

بدخشان کې سړې هوا ۴ سرتېري مړه کړي

بدخشان کې امنيتي سرچينې وايي، د سرحدي ځواکونو  ۴ سرتېري چې له بهارک ولسوالۍ شکاشم ته پر لاره وو، «اغرده» کوتل کې د توپان او سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني وايي، دغه ۴ سرتېري د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک اړوند وو چې زېباک ولسوالۍ کې يې دنده درلوده.

د کرونا له کبله تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۱۱ ناروغان مړه شوي دي چې دې سره د ټولو مړو شويو شمېر ۱۹۷۱ ته ورسېد.

ياد وزارت ويلي، په همدې موده کې د کرونا له ۱۶۵۵ شکمنو کسانو د ۳۲۱ کسانو پايلې مثبتې دي چې د ټولو مثبتو پېښو شمېر  بيا ۴۹ زره او ۲۷۳ ته لوړ شو.

د کابل ښار اتمه ناحيه کې يو څارنوال ووژل شو

د کابل امنيې قومندانۍ تاييدوي چې نن سهار « يکشنبه، د ليندۍ ۲۳مه» د کابل ښار اتمه ناحيه کې ناپېژاندو وسله‌والو يو څارنوال وژلی دی.

د یادې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، دغه څارنوال «حبیب‌الله» نومېده.