Asset 1SWN

کوکچې سیند ته د یوه موټر لوېدلو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي

Badakhshan-2-ozshqrnyli5gebk389px6km1fq78a8n8dc65zfj6p8

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې پرون یوه سراچه ډوله موټر د دغه ولایت د بهارک‌-‌فیض‌اباد پر لویې لارې د کوکچې سیند ته لوېدلی او په‌کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.

د بدخشان د بهارک ولسوال نوراغا نادري وايي، په یاده پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي او یو موټرچلوونکی مړ شوی دی. په دغو کسانو کې ۳ نارینه او ۳ ښځینه شامل دي. د نوموړي په وینا، یاد موټر د بدخشان له جرم ولسوالي نه مرکز فیض‌اباد ته روان و.

نادري زیاتوي، تر اوسه د بهارک ښاروالي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو څلور جسدونه له سیند څخه را اېستلي او د دوو نورو جسدونه ورک دي.

د بدخشان محلي مسوولان د سړکونو د سور کموالی او خرابوالی په دغه ولایت کې د ټرافېکي پېښو لاملونه بولي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام