د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما مسوولان وايي، د دې بنسټ د څېړنې پربنسټ ۹۳سلنه هېوادوال غواړي له سولې وروسته حکومت کې  د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.

د مجما د برنامو مسوول ایوب شهریار نن د «ټول شموله سولې، د ښځو غوښتنې او اندېښنې» په نامه یوې غونډه کې کابل کې وویل، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د دوی د یوې میاشتنۍ څېړنې پایله ښیي چې ۹۳ سلنه هېوادوال له سولې وروسته په حکومت کې د ښځو د حضور غوښتنه کوي.

د شهریار په خبره، په دې څېړنه کې ۱۷۵۰کسانو ګډون کړی او د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې تر سره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د څېړنې ډول پوښتنه او ځواب وو او له ګډونوالو پوښتل شوي چې ایا دوی غواړي د سولې له مذاکراتو وروسته حکومت کې ښځو ته حق ورکړل شي او که نه؟ چې ۹۳ سلنه خلکو مثبت ځواب ورکړی دی.

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع رییس عزیز رفیعي وايي، ښځې د ټولنې لویه برخه جوړوي. د نوموړي په وینا، ښځې کولی شي د ټولنې بېلا بېلو برخو کې په ګډون سره، د انساني ټولنې په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د سولې په چارو کې دولت وزارت کې د سیاسي تشکیل او د مدني ټولنې بنسټونو رییسه لیلا جعفري وايي، که چېرې د سولې له هوکړې وروسته ښځې څنګ ته کړل شي، ټولنه به پرمختګ څخه پاتې شي.

دغه څرګندونې داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغان دولت د سولې  مرکه‌چي پلاوي په ترکیب کې د ۲۱ کسانو له ډلې ۴ یې ښځې دي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام