Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلان کې یو کس وژل شوی

BAGHLAN-1

د بغلان محلي مسوولان وايي چې پرون پنج‌شنبه د لیندۍ درېیمه دغه ولایت کې یو کس وژل شوی دی.

د بغلان د امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني نن جمعه د لیندۍ څلورمه سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کس خیرالدین نومېده او د ژورو ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د یاد ولایت د امنیې قومنداني ځواکونو د پېښې په تړاو شپږ کسان نیولي دي. د بغلان د امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني د یادې پېښې انګېزه شخصي دښمني په ګوته کړې ده.

نوموړي همداراز وویل چې د نیولو شویو کسانو دوسیې یې له لومړنیو څېړنو وروسته د نور تحقیق لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جنايي جرمونو پېښې په ځانګړې توګه وژنې زیاتې شوي چې له امله یې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په ورته مهال پرون پنج‌شنبه د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یوه کس خپل کاکا وژلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام