Asset 1SWN

بغلان کې یوه کس خپل ورور وژلی

IMG-20230325-WA0021111-q416mblkhvc8asofzl9n40v7s3imey1yaiqizwq7bc

د بغلان امنیتي مسوولان مني چې یوه کس د دغه ولایت په تاله‌وبرفک ولسوالي کې خپل ورور وژلی دی. 

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کس پرون مازدیګر خپل ورور وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند د دې پېښې لامل او انګېزه کورنۍ دوښمني بولي.

نوموړی زیاتوي چې یاده پېښه د تاله‌وبرفک ولسوالي په مرکز کې شوې او دوی یې په اړه څېړنې پیل کړي او هڅه کوي چې تورن کس ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام