مجاهد: افغانستان کې د پخوا په پرتله د داعش غړي کم شوي

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد جمعه د وري څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د امریکايي چارواکو هغو ادعا ته تند غبرګون ښودلی چې ګواکې د داعش ډلې غړي افغانستان کې زیات شوي دي.

ذبېح‌الله مجاهد دغو ادعاوو ته په غبرګون کې لیکلي چې افغانستان کې د داعش ډلې غړي د پخوا په پرتله ځپل شوي او شمېر یې خورا کم شوی دی.

بغلان کې یوې سوداګرې مېرمنې ۶۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

په بغلان کې یوې ښځینه سوداګرې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۶۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې کارخونه کې ښځې په دوو جلا جلا وختونو کې د څرمنې، ګل‌دوزۍ، مریو او خامک ګنډلو په څېر د خیاطۍ بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د وري میاشتې په شپږمه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د وري پنځمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

کندوز کې ګل‌پلورونکي: کاروبار مو خورا خراب شوی

 کندوز کې یوشمېر ګل‌پلورونکي وايي چې د پخوا په پرتله یې له تېر یوه کال راهیسې د ګلانو د پلور بازار سوړ شوی او کاروبار نه‌لري.

د کندوز د ګل‌فروشي سرای ګل‌پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي، هېواد کې د بې‌وزلۍ لوړه کچه لامل شوې چې خلک د پخوا په څېر د تازه ګلانو اخیستو ته زړه‌ ښه نه‌کړي. د کندوز د ګل‌فروشي سرای  ګل‌پلورونکي اغامحمد احمدي وویل: «ژمي کې چې هوا سړه وه، ګلان یخ وهلي او له خرڅلاو پاتې دي.